د ایټالیې پخواني لومړي وزیر او د اروپايي کمیسیون پخواني رئیس رومانو پروډي په دې وروستیو کې له چين مېډيا ګروپ سره ځانګړې مرکه وکړه.
نوموړي چین ته څو ځلې سفر کړی او د چین د پرمختګ په اړه ځانګړی نظر لري. هغه ويلي، چې اوس د چين تولیدي ځنځيرونه ډېر بشپړ دي او دا په نړۍ کې بې ساری دی.
هغه زياته کړې، چې اروپا او چین هېڅکله دښمنان نه دي، دواړه خواوې کولی شي چې د تدریجي همکاریو له لارې يوه نوې لاره جوړه کړي.
د هغه په اند، نړیواله ټولنه بايد خبرې اترې پياوړې کړي او په اختلافاتو کې مشترک ټکي ولټوي. هغه ټينګار لري، چې له ټولو هېوادونو سره خبرې او جوړجاړی فعال وساتي.
































