د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د اپرېل په ۱۰مه نېټه کیوبا ته د امریکا د کانګرېس د ځینو غړو د وروستیو سفرونو په تړاو د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې ويلي، چې هېواد یې د امریکا د کانګرېس د ځینو غړو وروستي سفرونه څارلي او همدغو غړو د کیوبا پر وړاندې د امریکا له دښمنانه پالیسیو سره مخالفت څرګند کړی دی.
نوموړې ویلي، د امریکا حکومت باید د عدالت غږونه واوري او سمدلاسه د کیوبا پر وړاندې خپل بندیزونه، جبر او فشار پای ته ورسوي.
ماونینګ پر دې ټينګار کړی، چې چین به د کیوبا د ملي حاکمیت او امنیت د ساتنې او د دغه هېواد په کورنيو چارو کې د بهرنیو لاسوهنو د مخنيوي په موخه له نړيوالې ټولنې سره ګډ کوښښونه وکړي.
































