د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د اپرېل په ۱۰مې نېټې د چین او جاپان د اړیکو په هکله د خبریال د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي، چې د تایوان په اړه د سانای تاکایچي ناسمې څرګندونې د چین او جاپان د اړیکو د اوسني وضعیت اصلي لامل دی.
ماونينګ ويلي، د سانای تاکایچي ناسمو څرګندونو د دواړو هېوادونو باور مات کړی، د سیاسي اړیکو بنسټ ته يې زیان رسولی او هم یې له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته رامنځته شوی نړیوال نظام ننګولی دی.
نوموړې ويلي، ټوکيو باید د چین او جاپان ترمنځ څلور سیاسي سندونه او خپلې ژمنې مراعات کړي، خپلې تېروتنې باید ومني او هم يې باید په راتلونکې بیا تکرار نه کړي او د خپلمنځي اړیکو د سیاسي بنسټ د ساتنې لپاره یې باید کوټلي ګامونه واخلي.
































