قطر کې د سولې په مذاکراتو کې د پر مختګ لپاره هیلې زیاتې شوې دي، قطر کې د مذاکراتي ټیمونو د تماس ډلو تر منځ تر اوږده ځنډ وروسته، په څلور اصولو توافق شوی چې څلورم او تر ټولو اختلافي اصل یې، د دوحې تړون دی چې دواړو خواوو د بین الافغاني مذاکراتو د اساس په توګه منلی دی. په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو د مبنا په توګه، د دوحې توافقنامې له منلو وروسته دواړه لوري د مذاکراتو پر اجنډا د بحث لپاره چمتووالی نیسي. قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړو ویلي، چې په دې برخه کې مهم پرمختګونه رامنځته شوي دي. ویل کیږي ولسمشر غني د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزی او عبدالسلام رحیمي کابل ته را غوښتي او ډیر ژر به بېرته قطر ته وګرځي.
































