د ډيموکراټيکې کوريا د روندونګ ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولتي شورا مشر کيم جونګ اون د اپرېل په لسمه نېټه په پلازمېنه پينګ يونګ کې د روندونګ ګوند د مرکزي کمېټې په مقر کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو له غړي او خارجه وزير وانګ يي سره وکتل.
وانګ يي په کتنه کې ياده کړه، چې ښاغلي کيم جونګ اون د تېر کال په سپتمبر کې له چين څخه ليدنه کړې او د جاپان د تيري پر ضد د چينايانو د مقاومت جګړې او د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب د ۸۰مې کلیزې د يادونې په فعالیت کې يې ګډون کړی او د دغه هېواد له دولت رئيس شي جين پينګ سره يې ملاقات کړي و، چې دواړو مشرانو د دواړو هېوادونو د اړيکو ستراتيژيکه لارښوونه کړې او د دوه اړخيزو اړيکو نوې پاڼه يې پرانيستې ده.
وانګ يي زياته کړه، چيني لوری غواړي له کوريايي لوري سره د دواړو ګوندونو او هېوادونو د مشرانو مهم ګډ توافقات عملي کړي او خپلمنځي راکړې ورکړې او همکارۍ لا زياتې کړي.
کيم جونګ وان ډيموکراټيکې کوريا ته د وانګ يي د سفر هرکلی څرګند کړ او له نوموړي څخه يې غوښتنه وکړه، چې خپل سلامونه او نېکې هيلې عمومي منشي شي جين پينګ ته ورسوي.
کيم جونګ اون وويل، چې د اوسني بدلېدونکي نړيوال وضعيت پر وړاندې د ډيموکراټيکې کوريا او چين ترمنځ د اړيکو ژورتيا او پرمختګ د دواړو هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون لري او د ډيموکراټيکې کوريا د ګوند او حکومت ټينګه اراده او پاليسي څرګندوي.
































