د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اپرېل په لسمه نېټه د چین او امریکا د “پینګ پانګ ډیپلوماسۍ” د ۵۵مې کلیزې غونډې او د چيني او امريکايي ځوانانو د سپورټي تبادلې فعاليتونو د پيل مراسمو ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.
شي جين پينګ په پيغام کې ويلي، چې د چين او امريکا د اړيکو بنسټ د خلکو له خوا جوړ شوی او راتلونکی يې د ځوانانو په هڅو پایښت مومي. نوموړي هيله ښودلې، چې د دواړو هېوادونو د بېلا بېلو برخو وګړي په تېره بيا ځوانان له تاريخ څخه ځیرک درس او قوت واخلي، په تګ راتګ کې تفاهم او اړيکې پياوړې کړي، په متقابلو زده کړو کې ګډ پرمختګ ومومي، خپلمنځي دوستي لا ټينګه کړي او د چين او امريکا د اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ لپاره غوره خدمتونه وکړي.
د چين د دولت مرستيال رئيس هان جنګ د اپرېل په لسمه نېټه په بېجينګ کې د چین او امریکا د “پینګ پانګ ډیپلوماسۍ” د ۵۵مې کلیزې د غونډې او د چيني او امريکايي ځوانانو د سپورټي تبادلې فعاليتونو د پيل مراسمو کې ګډون کړی او د دولت رئيس شي جين پينګ پيغام يې لوستلی دی.
































