د چين د کوه مينتانګ ګوند مشرې جنګ لي ون او ورسره مل پلاوي د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي شي جين پينګ په بلنې د اپريل له ۷مې نېټې څخه تر ۱۲مې نېټې پورې د چين له سترې برخې څخه لیدنه وکړه. عمومي منشي شي جين پينګ له جنګ لي ون سره په لیدنې کې د دوو ګوندونو او د تايوان تنګي د دواړو غاړو د اړيکو د پرمختګ لوری روښانه کړی دی.
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د تايوان چارو دفتر د بشپړ صلاحيت له مخې د دواړو غاړو د اړيکو د سوله ييز پرمختګ لپاره د تبادلو او همکاريو د پياوړتيا لس تدبيرونه خپاره کړي دي.
په دغو تدبيرونو کې د دوو ګوندونو ترمنځ د عادي تبادلو ميکانيزم د جوړولو هڅې، د دوو ګوندونو د ځوانانو ترمنځ د تګ راتګ د سيسټماټيک پلېټفورم جوړونه او د دواړو خواوو ترمنځ د مستقيمو هوايي پروازونو عادي کول شامل دي.
































