ایران وایي د امریکا له ټاکل شوي ولسمشر سره یې د خبرو لپاره هېڅ راز هڅه نه ده کړې. د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي په دې تړاو د رسنیو له لوري خپاره شوي راپورونه بې بنسټه دي. تر دې وړاندې امریکایي رسنیو ویلي وو ایران هڅه کړې د جو بایډن له سلاکارانو سره اړیکه کې شي او دوی له ایران سره خبرو او د اټومي مذاکراتو لپاره وهڅوي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي دا راپورونه بې بنسټه او جعلي دي. د امریکا منتخب ولسمشر ښایي د ایران په اړه خپل دريځ نرم کړي خو امریکایي شنونکي په دې باور دي چې پر ایران باید فشار ډېر شي ځکه دغه هېواد په سیمه کې د ترهګرو ډلو ملاتړی دی.
































