افغان حکومت د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې چاودنه او پر بېلابېلو سیمو راکټي بریدونه غندلي دي. له ارګه خپرې شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي، د نړیوال ترورېزم د ځپلو لپاره ګډې مبارزې او د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري له ترورېزم سره د مبارزې ستراتېژۍ ملاتړ ته اړتیا ده. ولسشمر غني زیاته کړې، د تروریزم ضد مبارزې ستراتیژۍ او د افغان سولې پروسې څخه د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوامداره ملاتړ سیاسي حللارې ته د رسېدو لامل کېږي. نوموړي دغه راز ویلي، د کرونا ویروس دویمې څپې سره د اغېزناکې مبارزې شرایطو برابرولو لپاره د تاوتریخوالي پام وړ کموالی او د دایمي اوربند منل اړین دي.
































