ا.ا غزې ته ۵۳۰ ټنه اړینې مرستې واستولې. د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس، ضیا احمد تکل وايي، دغه مرستې د مصر له لارې رفح بندر ته رسېدلې دي چې په ۲۲ زره کورنیو به و ویشل شي. تکل وايي، چې په دغو مرستو کې چې ۴۲ لارۍ کېدې، خوراکي توکي، البسه او نور مواد شامل وو. نوموړي زیاته کړې چې ا.ا د فلسطين د قضيې په اړه يو ځل بيا خپل دريځ تکراروي چې د فلسطين قضيه بايد د تاريخي واقعیتونو او د دغه هېواد د ولس حقونو په پام کې نيولو سره حل شي.
































