په کابل کې د ترکیې سفیر سادین ای یلدیز د هرات له والي مولانا اسلام جار سره د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي. په دې کتنه کې د ترکیې سفیر ویلي، چې هېواد یې هڅه کوي په افغانستان کې خپلې اقتصادي پروژې زیاتې کړي. دغه راز د هرات والي له ترکیي پانګهوالو غوښتي، څو هرات کې د برېښنا په تولید، کانونو او نورو بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
































