د راپورونو له مخې د کاناډا حکومت امر کړی چې ددې هېواد تر ټولو ستر ښار تورنتو ژر تر ژره کرنټین کړي او ډېرې غیر ضروري برخې یې وتړي. دمګړی په کانادا کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر په ۲۴ ساعتونو کې پنځه زره کسانو ته رسېږي. په ورته وخت کې د امریکا په کالفورنیا کې هم پر ځینو مواردو بندیزونه وضع شوي دي. ځایي ادارې ویلي دي چې د شپې ګرځبندیز او د چکر مېلې ځایونه هم تړل شوي او د کرونا د پراختیا د مخنیوي لپاره به پر ځینو نورو اقداماتو هم لاس پورې کړي. په ورته وخت کې په اروپايي او ځینو اسیايي هېوادونو کې هم د کرونا دویمه څپه خطرناکه بلل شوې ده.
































