د کابل ښاریانو نن هم خپل سهار په درنو چاودنو پيل کړ. لومړۍ چاودنه د مقناطیسي ماین وه چې د یولسمې امنیتی حوزې په مربوطاتو کې د خیرخانې سیمه کې پر یوه ټکسي موټر شوې ده. امنیتي سرچینې وایي په پېښه کې یو کس ټپي شوی دی خو عیني شاهدان بیا د څلورو کسانو د ټپي کېدو خبره کوي. بله چاودنه پر یوه پوځي رنجر ډوله موټر شوې ده. امنیتي سرچینې وايي پېښه د هوايي ډګر پر سړک رامنځ ته شوې خو د تلفاتو په اړه یې معلومات نشته دي. کابل کې تېره ورځ هم د مقناطیسي ماین دوې چاودنې شوې دي. همدا راز پر دغه ښار تېره ورځ راکیټي بریدونه وشول چې مسوولیت یې داعش ډلې منلی دی.
































