د استرالیا پوځ یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې یې د سرتېرو جنګي جنایتونه ټکان ورکوونکي دي. د استرالیا د پوځ لوړپوړو چارواکو په یوه خبري غونډه کې ویلي دې مسئلې دوی اړ کړي چې په پوځ کې پر مهمو او بنسټیزو جوړښتونو له سره کتنه وکړي. د استرالیا پوځ تر دې وړاندې هم ویلي وو ددغه جنایتونو په اړه د اسنادو افشا کېدو دوی اړ کړي چې په پوځ کې اساسي تغیرات راولي. په دې وروستیو ورځو کې ګڼو نړیوالو بنسټونو استرالیا دې ته اړ کړه چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو جنګي جنایتونه وڅېړي. لومړنیو څېړنو وښوده چې دغه پوځیانو شاوخوا څلوېښت ملکیان په قصدي توګه وژلي دي. استرالیا له دې درکه بښنه غوښتې خو افغان حکومت د افغانانو د ساتونکي نظام په توګه په دې مسئله کې دومره فعال رول نه دی ادا کړی. مدني فعالان او د بشري حقونو فعالین بیا پر حکومت غږ کوي چې استرالیا د قربانیانو کورنیو ته د درنو پورونو ورکولو ته اړ کړي.
































