سعودي عربستان وایي تمه لري چې د بایډن له حکومت سره ښې اړیکې ولري. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي ددوی حکومت دمګړی له بایډن سره د کار لپاره په تیاریو بوخت دی. د سرچینې په خبره د سعودي حکومت تمه لري چې د بایډن حکومت به په ټوله نړۍ کې په تېره له متحدینو سره پراخې او پیاوړې اړیکې ولري. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت دغه راز وایي چې په سیمه کې روان تحولات د امریکا او سعودي عربستان لا ډېرې همکارۍ او ښو اړیکو ته اړ ده. سعودي عربستان په نظامي او امنیتي برخه کې تر ډېره پر امریکا متکي ده او تر څنګ یې په سیمه کې له ایران سره د ناندریو لپاره هم د امریکا ملګرتیا ته سخته اړتیا لري.
































