د ریاستالوزرا عالي مقام د حکم پر اساس د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ د اړوندو وزارتونو د استازو ناسته ترسره شوه. سرچینې ویلي، چې په دې ناسته کې بهرنیو اتباعو ته د کاري ویزو او د کار جوازونو د ورکړې، د سیاحتي ویزو پر اساس د کار د مخنیوي او د بهیر د لا منظمولو په اړه خبرې شوې دي. مولوي محمد زاهد احمدزي ټینګار وکړ، چې بهرني کارکوونکي باید د اسلامي امارت قوانین مراعت کړي او زیاته کړې یې ده، چې د کاري جوازونو بهیر منظم او اسانه شوی دی.



































