کورنیو چارو وزارت وایي چې پرون پر کابل ښار د ترسره شوي راکټي برید د قربانیانو شمېر لوړ شوی دی. د یاد وزارت ویاند طارق ارین ویلي چې په یاد برید کې لس ملکي وګړي وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي. ارین دا برید د بشریت پر وړاندې ستر جنایت بللی دی. د ارین په خبره، تر اوسه د شوي برید په تړاو کوم څوک نیول شوي نه دي خو په خبره یې پولیسو خپلو پلټنو ته دوام ورکړی دی. داعش ډلې د تر سره شوي راکټي برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
































