په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه ضد او نقیضې څرګندونې کېږي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر دې ټینګار کوي چې د راتلونکي کال د جنورۍ تر نیمایي دې د امریکا ټول عسکر له افغانستانه ووځي او خپلو کورونو ته دې ستانه شي، خو ان د امریکا په حکومت کې هم ډېری کسان د ټرمپ له دې پرېکړې سره مخالف دي. کانګرېس هم له دې پرېکړې سره مخالفت څرګند کړی او ناټو هم پر امریکا غږ کړی چې له خپلې پرېکړې په شا شي. د ملي مصالحې عالي شورا مشر هم په خپلو څرګندونو کې ویلي چې اوس د امریکايي عسکرو د وتلو لپاره مناسب وخت نه دی.
څه باندې دوې اونۍ کېږي چې د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون نوي سرپرست وزیر له افغانستانه د سرتېرو د ایستلو پرېکړه اعلان کړه. نوموړي وویل چې د ټرمپ د امر او لارښوونې پر بنسټ به ډېر ژر له افغانستان ټول سرتېري د راتلونکي کال د جنورۍ تر ۱۵مې پورې وباسي. هغه ویلي وو چې یوازې ۲۵۰۰ امریکایي عسکر به له افغان پوځ سره د نږدې همکارۍ لپاره پاتې کېږي. د ټرمپ پرېکړه د نوموړي د حکومت په وروستیو ورځو کې عملي کېږي او داسې مهال به ټول سرتېري له افغانستانه ستانه شي چې د هغه د واک به یوازې پنځه ورځې پاتې وي.
اوس د امریکا کانګرېس، نظامي چارواکو، پخوانیو نظامیانو، ناټو او ان افغان حکومت هم له افغانستانه د امریکایي ځواکونو بېړني وتل د ټولې سیمې او نړۍ په زیان بللي دي. د امریکا د کانګرېس غړو ته د امریکا ګڼو سیاسي او نظامي شنونکو هم په خپلو غوښتنلیکونو کې ویلي چې باید د ټرمپ د پرېکړې مخنیوی وشي او د امریکا ګټو ته په کتو دې له دغه هېواده سرتېري نه ایستل کېږي. د امریکا سنا هم پر دې باور ده چې اوس د امریکایي ځواکونو د ایستلو لپاره مناسب وخت نه دی. د امریکا د سنا جرګې د دفاعي کمېټې مشر په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو پر پاتې کېدو ټینګار کړی دی. ادم سمیت ویلي، افغانان تر اوسه په یوازې ځان د خپلې خاورې ساتلو وړتیا نه لري، نو اړتیا ده چې امریکا تر یوې مودې په دغه هېواد کې خپل نظامي حضور ته دوام ورکړي. نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې لا هم د ترهګرو د رشد لپاره مناسبې ساحې وجود لري او ډېری شنونکي پر دې باور دي چې که امریکایي ځواکونه له دغه هېواده وایستل شي، نو د سپټمبر ۱۱مې پېښه به بیا تکرار شي.
له دې ورهاخوا د ناټو یوه پخواني پوځي هم ټینګار کړی چې له افغانستان د سرتېرو ایستل د نړۍ او سیمې د ملي امنیت لپاره خطرونه جوړولی شي. د ناټو دغه پخواني لوړپوړي چارواکي ویلي چې د ټرمپ عجولانه او غیر مسوولانه پرېکړو مایوسه کړي دي. د ناټو ځواکونو پخواني قوماندان جنرال جیم سټاورډیس ویلي، القاعده او نورې ترهګرې ډلې لا هم په افغانستان کې د فعالیت لپاره پراخې امنې ساحې لري او که امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، نو په دغه هېواد کې د امریکا او متحدینو پیل کړې جګړه به بې هدفه پای ته ورسېږي. هغه ویلي، د پیل شوې جګړې موخه د القاعده شبکې له منځه وړل وو، خو تر اوسه دا ډله له منځه نه ده تللې او په دې وروستیو کې یې یو ځل بیا د منسجم کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
بلخوا په افغان حکومت کې هم ځينې کړۍ د امریکايي ځواکونو د حضور ملاتړې دي او په دې برخه کې عجولانه پرېکړه خطرناکه بولي. د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، سره له دې چې امریکایي ځواکونه به د تل لپاره په افغانستان کې نه وي، خو دا چې جګړې شدیدې شوې دي، ترهګرې ډلې خپل فعالیتونه ترسره کوي او وضعیت ترینګلی دی، نو د دې اړتیا ده چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکړي. هغه ویلي، په اوسنیو شرایطو کې له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتل خطرناکې پایلې لرلی شي.
































