د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د اپرېل په ۲۷مې نېټې په یوه خبري ناسته کې له چین څخه د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري د لیدنې په اړه مالومات ورکړي دي.
نوموړي ويلي، روان کال د چین او پاکستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د جوړېدو له ۷۵مې کلیزې سره برابر دی او دواړو هېوادونو تراوسه د اړیکو د پرمختګ لوړه کچه ساتلې ده.
د پاکستان ولسمشر زرداري د اپرېل په ۲۵مې نېټې چين ته تللی او د مې تر لومړۍ نېټې پورې به د دغه هېواد هو نان او های نان ولایتونو ته سفرونه ولري.
لین جیان ويلي، چین به له پاکستان سره په ټولو کچو او ټولو سیمو کې د دوستانه تبادلې او همکارۍ د پرمختګ او د چین او پاکستان د ګډ برخلیک ټولنې د لانژدې کېدو لپاره کوښښونه وکړي.































