د چين د ټرانسپورټ وزارت چارواکو د اپريل په ۲۸مې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې د سږ کال په لومړۍ ربعې کې د هېواد د ځمکنيو او سمندري لارو د جوړولو په برخه کې ۱۸۴۵ پروژې په چټکۍ پلې شوي، چې شاوخوا ۲۲۰ ميليارډ يوانه پانګونه پکې شوې او هره پروژه يې شاوخوا ۱۰۰ ميليونه يوانه ارزښت لري.
د دغه وزارت د پلان جوړونې مرستيال ليو دونګ ويلي، د سږ کال په لومړۍ ربعه کې د هېواد ۱۷۴ سترې ترانسپورټي پروژې پيل شوي، چې د پانګونو ارزښت يې ۱۶ ميليارډو يوانو زيات دی.
































