راتلونکې میاشت په امریکا کې د کرونا واکسین وېشل کېږي. امریکايي ډاکټرانو او د واکسینو جوړوونکو کمپنیو ویلي چې د راتلونکې میاشتې په لومړیو کې به په امریکا کې د واکسین وېش پيل شي. د سرچینې په خبره دوی د حکومت امر ته په تمه دي او ټاکل شوې چې د راتلونکې ډسمبر میاشتې په یوولسمه نېټه په امریکا کې د واکسینو د وېش بهیر پیل شي. له اجازې سره سم به په څلور ویشتو ساعتونو کې واکسین د وېش ټاکلو ځایونو ته رسېږي. د واکسین د وېش خبر داسې مهال ورکول کېږي چې په امریکا کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې تر ټولو ډېرې دي. معلومات ښيي چې تر ۱۲ میلیونه ډېر امریکایان په کرونا ویروس اخته شوي دي.
































