د هېواد د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د ژنیو کنفرانس ته په خبرو کې ویلي چې طالبانو د تاوتریخوالي کمولو ژمنې سره سره جګړو ته زور ورکړی دی. هغه زیاته کړې، افغان حکومت د سولې غوښتونکی دی او له پیله تر اوسه یې په دې برخه کې رامنځته شوي خنډونه لرې کړي او له هر ډول تضمین پرته یې په زرګونو طالب زندانیان له بنده خوشې کړي دي، خو د دې پر ځای چې تاوتریخوالی کم شي ډېر شوی دی او له بده مرغه د افغانانو هر سهار په خونړیو چاودنو پیلېږي. اتمر ویلي، د سولې هڅې باید د تاوتریخوالي کمښت باعث شي او ښکېل هېوادونه دې طالبان د تاوتریخوالي کمښت ته وهڅوي. په ورته وخت کې د اروپایي ټولنې د بحران د مدیریت څانګې مشر جینز لنارچیچ هم ویلي چې تاوتریخوالی د منلو نه دی او دوی به د یو سولهییز افغانستان لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
































