روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۲۸۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۴ زره او ۹۸۸ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته اته تنه مړه شوي او ۴۲ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۶۹۵ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۵ زره او ۹۶۷ ته لوړ شوی دی. د یادونې ده چې روغتیا وزارت په هېواد کې د کرونا وبا د دویمې څپې خپرېدو خبرداری ورکړی دی او له هېوادوالو یې غوښتنه کړې ده چې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































