د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشره شهرزاد اکبر وایي، د روانې جګړې ډېری قربانیان ملکي افغانان دي. نوموړې د ژنیو کنفرانس ته په انلاین وینا کې ویلي، د تاوتریخوالي لوړه کچه افغانانو ته د منلو نه ده او دې چارې په هېواد کې د سولې لپاره رامنځته شوی باور زیانمن کړی دی. هغې ویلي، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوي لپاره باید ښکېل اړخونه تاوتریخوالی کم او پر یو سراسري اوربند توافق وکړي. اکبر د خپلو خبرو پر دوام ویلي، د سولې پروسه باید ټولشموله وي او ټینګار یې کړی دی چې نړیواله ټولنه دې د دې پروسې بریا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
































