د چين د صادراتو او وارداتو ۱۳۹ م نندارتون د مې په ۵مې نېټې پای ته ورسېد. شمېرې ښيي، په دغه نندارتون کې د صادراتو ابتدايي ارزښت ۲۵.۷ ميليارډه ډالرو ته رسېدلی او د ۲۲۰ هېوادونو او سيمو کابو ۳۱۴ زرو پېردونکو سوداګرو پکې ګډون کړی و، چې دا شمېر د تېرې دورې په پرتله ۱.۱ سلنه زياتوالی ښيي.
د چين د صادراتو او وارداتو په ۱۳۹م نندارتون کې په لومړي ځل د ځيرکې اغوستنې، د نندارې تخنیک او بېپيلوټه الوتکو په شمول ۹ ځانګړې نندارځايونه جوړ شوي وو او ۴.۶۵ ميليونه توکي پکې نندارې ته اېښودل شوي وو، چې د چين د توليدي چارو نوې لاسته راوړنې ترې څرګندېدې.
































