د چين د ټرانسپورټ وزارت شمېرې ښيي، چې په دغه هېواد کې د کارګرو نړيوالې ورځې په رخصتۍ کې ( د مې له لومړۍ نېټې څخه تر پنځمې نېټې پورې ) د بېلا بېلو سيمو ترمنځ د وګړو د تګ راتګ شمېر يو ميليارډ، ۵۱۷ ميليونه او ۱۲۸ زرو ته رسېدلی او ورځنی منځنی شمېر يې ۳۰۳ ميليونه، ۴۲۵ زره او ۶ سوه ښودل شوی دی، چې دا د تېر کال د همدې رخصتۍ په پرتله ۳ اعشاريه ۴۹ سلنه زياتوالی ښيي.
































