له طالبانو سره د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي ویلي چې د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې باید د تاریخ د تکرار مخنیوی وشي. نوموړي د ژنیو کنفرانس ته وینا کې ویلي، په اوسني پېچلي وضعیت کې له طالبانو سره خبرې له لوړو ژورو ډکې خو سولې ته د رسېدو تر ټولو لنډه لار مذاکرات دي او دوی به د افغانانو په استازولۍ تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. نوموړي زیاته کړې، د افغانستان راتلونکې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري څو د دې پروسې له بریالي کېدو سره د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ هېواد ته د کډوالو د بیا راستنېدو زمینه هم برابره شي.
































