دوشنبه, جون 8, 2026
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    د جهادي اثارو د ساتنې قانون توشیح او په رسمي جریده کې خپور شو

    د جهادي اثارو د ساتنې قانون توشیح او په رسمي جریده کې خپور شو

    کندهار ښار کې ملي بسونو فعالیت پيل کړ

    کندهار ښار کې ملي بسونو فعالیت پيل کړ

    کرکټ؛ هند په ټېسټ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

    کرکټ؛ هند په ټېسټ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

    د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

    د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

    د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

    د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

    د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي

    د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي

  • سیمه
    پزشکیان: امریکا سره خبرو کې له خپلو اصولو نه تیریږو

    پزشکیان: امریکا سره خبرو کې له خپلو اصولو نه تیریږو

    کوټه کې د چاودنې له امله ۲۴ کسان وژل شوي

    کوټه کې د چاودنې له امله ۲۴ کسان وژل شوي

    پاکستان کې بهرنۍ پانګونه ۳۱ سلنه کمه شوې ده

    پاکستان کې بهرنۍ پانګونه ۳۱ سلنه کمه شوې ده

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    راپورونه: د پاکستان پورونه د ریکارډ لوړې کچې ته رسېدلي

    راپورونه: د پاکستان پورونه د ریکارډ لوړې کچې ته رسېدلي

    عراقچي؛ د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې لپاره نوي ډیلي ته تللی

    عراقچي؛ د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې لپاره نوي ډیلي ته تللی

    سعودي عربستان د ایران پر خاوره نا اعلان شوي هوايي بریدونه کړي

    سعودي عربستان د ایران پر خاوره نا اعلان شوي هوايي بریدونه کړي

    هاکان فیدان؛ د ایران جګړې په اړه د خبرو اترو لپاره قطر ته ځي

    هاکان فیدان؛ د ایران جګړې په اړه د خبرو اترو لپاره قطر ته ځي

    بلوچستان کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۴۵ کسان ټپيان شوي

    بلوچستان کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۴۵ کسان ټپيان شوي

  • نړۍ
    ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

    ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    رویټرز: ایران او امریکا د اوربند د غځولو او اټومي خبرو پر پیل سلا مشورې کوي

    رویټرز: ایران او امریکا د اوربند د غځولو او اټومي خبرو پر پیل سلا مشورې کوي

    سېف د چلډرن: ۱۵۳ میلیونه ماشومان د خوړو له کمښت سره مخ دي

    سېف د چلډرن: ۱۵۳ میلیونه ماشومان د خوړو له کمښت سره مخ دي

  • اقتصاد

    د پنجشېر له باغونو ۱۳۰ ټنه د ګیلاسو حاصلات راټول شوي

    د پنجشېر له باغونو ۱۳۰ ټنه د ګیلاسو حاصلات راټول شوي

    ازبکستان: د افغان -ټرانس دهلېز د امکان سنجۍ چارې چټکې شوي

    ازبکستان: د افغان -ټرانس دهلېز د امکان سنجۍ چارې چټکې شوي

    چینايي شرکتونه؛ د برېښنا تجهیزاتو او تخنیکي روزنو په برخه کې پانګونې ته لېواله دي

    چینايي شرکتونه؛ د برېښنا تجهیزاتو او تخنیکي روزنو په برخه کې پانګونې ته لېواله دي

    ترکمنستان؛ د قالینو په ملي جشن کې افغاني غالۍ نندارې ته وړاندې شوې

    ترکمنستان؛ د قالینو په ملي جشن کې افغاني غالۍ نندارې ته وړاندې شوې

    هلمند کې د پنبې دانې د غوړیو تولید پراخ شوی دی

    هلمند کې د پنبې دانې د غوړیو تولید پراخ شوی دی

    له منځنۍ اسیا سره د افغانستان سوداګري له ۱.۲ میلیارد ډالرو اوښتې

    له منځنۍ اسیا سره د افغانستان سوداګري له ۱.۲ میلیارد ډالرو اوښتې

    ازبکستان افغانستان ته ۳۲۰ ټنه بشري مرستې را لېږلې دي

    ازبکستان افغانستان ته ۳۲۰ ټنه بشري مرستې را لېږلې دي

  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result

د چين د وارداتو نړيوال نندارتون د فرصتونو ډګر

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 24, 2020
in اقتصاد, ليکنې او تحلیلونه
0 0
0
د چين د وارداتو نړيوال نندارتون د فرصتونو ډګر
0
شریک شوی
0
لیدونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د درېيمې دورې د وارداتو نړيوال شپږ ورځنی نندارتون د نومبر له ۴مې تر ۱۰مې د چين په لوی اقتصادي مرکز کې د شانګهای په ښار کې تر سره شو.

د چين د وارداتو نړيوال نندارتون تېرې دوې دورې هغه چې د ډېرو فرصتونو له ټولګو سره مل وې، د دې لړۍ بنسټ يې ټينګ او دوام ته يې لاره جوړه او پرانیسته. هغه چې د سوداګريزو اړیکو د فرصتونو په رامنځ ته کولو کې يې ونډه تر ډېره ارزښتناکه ده.

د چين د وارداتو نړيوال نندارتون درېيمه دوره د چين د دولت ریيس شي جين پينګ او د نړۍ د ځینو مشرانو په انلاين ګډون او ويډيويي ويناوو يې پرانیستنه وشوه، دا ټولشموله فرصت او د چين نوښت يې د قدر وړ وباله او ويې ستايه چې درېيم ځل د وارداتو نړيوال نندارتون فرصت يې برابر کړی دی. په داسې حال کې چې د کرونا وبا له امله د نړۍ راشه درشه او راکړې ورکړې کمې يا هم په ټپه درېدلې دي، د تېرو دېرشو کلونو په ترڅ کې لومړی ځل داسې يو حالت رامنځ ته شوی دی چې اقتصادونه پرله پسې مخ په ځوړ روان او د شا تګ په حال کې دي، وزګارتياوې او د کارونو کمښت اوج ته رسېدلی دی، د ملګرو ملتونو د پرمختګ پلان هغه موخه چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د فقر او بېوزلۍ نسبي له منځه وړل دي، له ننګونو سره مخ کړې ده، ښايي په نړۍ کې د فقر او بېوزلۍ ستونزه بيا هم پاتې او تر نامعلومې مودې دوام وکړي.

د چين د وارداتو نړيوال نندارتون فوق العاده نوښت د فلج شوو اقتصادونو او توليدي سکټورونو ته د دویم ځل ساه ورکونې لپاره طلايي موقع ده او د فابريکو ولاړو څرخونو ته دویم ځل په حرکت د راوستنې فرصت دی. د نندارتون په شپږ ورځنۍ موده کې د ډېرو هېوادونو، تصديو او د سوداګرو راټولېدنه دا پخپله لويه لاسته راوړنه ده، دا چې په څنګ کې يې سلګونو سوداګريزو معاملو ته فرصت برابر او رامنځ ته شو چې ارزښت يې څه باندې ۷۲ ميليارده او ۶۲۰ میليونه ډالره دی او د خوشبينۍ او باور وړ کارنامه ده.

د وارداتو نړيوال نندارتون په نړۍ کې د وارداتو په برخه کې د هغو پټو او ناڅرګندو وړتياوو په ګوته او رابرسېره کولو لپاره ګټور فرصت دی کوم چې له ګټې لرې، محروم او بې برخې پاتې دي، د همدې لړۍ دوام به په راتلونکې کې داسې نورې پټې زياتې وړتياوې رابرسېره او را څرګندې کړي، چې په کار اچونه او د وړاندې تګ لارې هوارېدل يې کولی شي نوي اقتصادونه په حرکت راولي. که څه هم د کرونا وبا په خپلو منفي تاثيراتو کې هېڅ کمی او ځنډ نه دی کړی، سره له دې بيا هم د سږني نندارتون پيمانې د نړيوالتوب او معياريتوب د بازارموندنې يوه غوره نمونه ټولو ته وړاندې او وښودله. د تېرو دوو دورو په پرتله يې په اډانه کې د سلګونو مشهورو بهرنيو کمپنيو توليداتو ځای درلود او يوازې د نوې ټکنالوژۍ ۴۱۱ قلمه تازه توليد شوو توکو نمونې لومړی ځل په عام محضر او ډګر کې وړاندې شوې دي. دا پر نندارتون د باور پوخوالي له څرګندو نښو ده، هغه نظريه چې د اقتصادي چارو او اړيکو محدوديت غواړي ناکامه کړي له منځه تللو په حال کې ده.

له هغه وخته چې د چين د دولت ریيس د وارداتو نړيوال نندارتون وړانديز د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو د سرمشريزې ناستې په بهير کې مطرح کړ، د اصلاحاتو او د ورخلاصون بهير نوې بڼه او لار نقشه ورسره جوخته وړاندې شوې ده. په دې لړ کې ټول هغه پروګرامونه چې طرحه او ټاکل شوي دي، په ښه توګه له يو بل سره تړلي او پېيلي دي. په دې ترتيب د بې شمېره فرصتونو پراخه ټولګه رامنځ ته شوې ده. د اقتصادونو تر منځ د ګډو همکاريو ټکو د رامنځ ته کولو، پيوستون او نږدېوالي روحيه يې رامنځ ته کړې او پاللې ده.

په ۲۰۱۹ کال کې د چين د کورني توليد په ارزښت کې د مصرف ونډه ۵۷ اعشاريه ۸ وه، دا د دې ښکارندويي کوي چې چين اوس هغې سطحې ته رسېدلی دی چې د مصرف او تقاضا اندازه پکې په چټکۍ د لوړېدو په حال کې ده.

په چين کې د مصرف له پورتنۍ يادې شوې اندازې پوهيږو په راتلونکو لسو کلونو کې ښو او د لوړ کيفيت توليداتو ته د وګړو د تقاضا ارزښت به ۲۲ زرو ميلياردو امريکايي ډالرو ته لوړ شي. د چين لوی بازار يو ميليارد او څلور ميلیونه فعال مصرفوونکي لري، که له دې برخې سره د متوسطې سویې عايداتو لرونکي څلور سوه ميلیونه هم جمع او پرې ور زيات شي، دا په نړۍ کې تر ټولو لوی پراخ مصرفوونکی بازار او ځای دی چې حتماً د نړيوالو شرکتونو او سوداګرو، توليدي کمپنيو، تصديو لېوالتيا او توجه وړ به پاتې کيږي. د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د ډېرو کمپنيو ګډون او لېوالتيا دغسې بازارونو ته د ځان رسولو لپاره ګټور او مناسب فرصت دی.

د مصرف دغه لوی بازار به نه يوازې د پرمختګ څرخ په تيزوالي تاثيرات ولري، تر څنګ به يې د نړيوالو اړيکو نوي چينلونه هم رامنځ ته او فعاله کړي. داسې ښکاري هغه اټکل او ګومان رښتيا کېدونکی دی چې د اقتصاد، توليد او ثروت لپاره شرايط په اسيا کې د مساعدېدو په حال کې دي. له نښو نښانو ښکاري چې د اسيا ختيځې سيمې د داسې يوې اقتصادي حلقې او مرکز د جوړېدو لپاره ورو ورو د اماده کېدو او غوړېدو په حال کې دي.

د کرونا ناڅاپي وبا د نړۍ په لر او بر کې پياوړي اقتصادونه لړزولي دي او د بحران او د بې ثباتۍ له سخت وضعيت سره يې مخ کړي دي، په داسې يو حالت کې د شانګهای د وارداتو نړيوال نندارتون تر سره کېدنه د کمپنيو، تصديو او سوداګرو څخه د ملاتړ او د روحيې ورکونې په مانا دي. په دې توګه يې پر اقتصادونو باندې د فشار له کمښت سره مرسته کړې ده، دا اقتصادي دوران ته د خوځښت ورکولو لپاره د ډاډ شنه اشاره ده، کوم چې د داسې نندارتونونو تر سره کول یوه اړتيا ده او هم اړين دي.

لکه څرنګه چې معلومه ده، سږ کال د کرونا ويروس له امله د هېڅ ځای حالت عادي نه دی پاتې شوی، د دې پېچلي ويروس د خپرېدو وېره لا هم هر وخت او هر ځای شته، د شانګهای د درېيمې دورې وارداتو نړيوال نندارتون پر وړاندې د ستونزو کمی نه و، د کرونا مخنيوی، د خطر لرې کول، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د توليداتو او د ګډونوالو ډاډمن لېږد يوازې د ځانګړو تدابيرو په مټ ممکن کړل او هم د دې پروګرام په اغېزمنتيا او بريالۍ تر سره کونه کې د مسوولينو، کارکوونکو وړتيا، پراخه حوصله او زغم هم د يادونې مهم رول او ونډه درلوده.

په داسې حال کې چې د کرونا وبا حملې سختې د انتهايي زور په حال کې دي او د ځينو د مخنيوي هغه لارې چارې ماتې او له ننګونو سره مخ شوې دي. د مړينې او اخته کېدنې په ارقامو کې ورځ تر بلې زياتوالی راځي او د خطرناک تصوير ښودنه کوي. په داسې يو وخيم حال کې له مهالوېش سره سم د نندارتون د چمتووالي کارونه پرته له ځنډه په عادي توګه تر سره کول، له پلان او په ټاکلي وخت د نندارتون صحنې د حضوري او فزيکي نندارې لپاره اماده کول، په انلاين توګه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مینه‌والو شرکتونو او د مشتريانو ګډون ته د زمينې مساعدول بل نوی عالي ابتکار و. په دې توګه ډېرو هغو شرکتونو چې تمه او انتظار درلود، د انلاين چوپړتياوو کړکۍ يې فعاله او پرانیستې وه.

د چين هڅو او هلو ځلو نه يوازې د وبا د مخنيوي او کنټرول په برخه کې د خپل توان او د استقامت ښه ښودنه وکړه، بلکې په دې توګه يې د وبا د مخنيوي له منځه وړلو په اړه د نړۍ باور او روحيه پياوړې کړې ده. په عين حال کې يې د هېوادونو تر منځ سوداګريزې همکارۍ په حرکت او خوځښت راوستې دي. د نړيوال اقتصاد د احيا بيا ځلې رغونې په پاره فرصت جوړ او رامنځ ته کړی دی.

چين د نړۍ د دويم اقتصاد په توګه له زياترو هيوادونو سره د اوږدې مودې راهيسې صادراتي- وارداتي او د راکړې ورکړې اړيکې لري، وخت په وخت يې د دغو څو اړخيزو اړيکو د پراختيا، دوام او هڅونې لپاره کار کړی دی، هغه امتيازونه او اسانتياوې چې د پانګوالو او مشتريانو لپاره يې رامنځ ته کړې دي، د پام وړ دي. د سمونونو په بهير کې د شانګهای وړتياوې د وارداتو نړيوال نندارتون لپاره فوق العاده دي. له ۲۰۱۸ کال څخه تر دې دمه درې دورې د وارداتو نړيوالو نندارتونونو کوربتوب يې د قناعت او رضايت وړ دی. د شانګهای ټاکنه د وارداتو نړيوال نندارتون د دغو برتريو پر بنسټ شوې او له کومو چې شانګهای برخمن دی او د چين په علمي، ساينسي، اقتصادي، صنعتي، سوداګریزه، مالي– پولي چارو، د هوايي او ځمکني ترافيکو او په نورو ډېرو برخو کې يې چې لري، د هغو تجربو پوخوالي له اړخه چې د هر کال په ترڅ کې يې د ډېرو فېستيوالونو، سپورټي، فلمي، هنري، کلتوري جشنوارو او نندارو د دايرېدو په ساحه کې يې لري، په همدې بنا د وارداتو نړيوال نندارتون لپاره د لوړو غوره امتيازونو لرونکی دی.

افغانستان هم د نورو هيوادونو تر څنګ تر اوسه د دې نندارتون فعال ګډونوال پاتې شوی دی، که څه هم څلوېښت کلنې بدمرغه جګړې د وجود هيڅ برخه يې روغه او بې درده نه ده پرېښې، خو هېڅکله يې خپل ځای او نوم تش نه دی پرېښی، له خپلو شته لږو ډېرو امکاناتو يې استفاده کړې ده، د چين په تېرو دوو دورو کې ګډون او برخه اخيستنه يې د پام وړ وه او هم يې دا ځل د درېيمې دورې د وارداتو په نړيوال نندارتون کې ځای، نوم او برخه د يادونې وړ وه.

افغانستان زراعتي هېواد دی، د پرېمانه طبعي زېرمو څښتن دی، په دې مانا چې هم د خامو موادو او هم د زراعتي محصولاتو د صادرولو له اړخه د ډېر څه وړاندې کولو وړتيا او زېربنا لري. د چين د وارداتو نړيوال نندارتون د افغانستان لپاره ارزښتناک او د اهميت وړ دی، څو د خپلو نايابه توکو لپاره ګټوره بازارموندنه وکړي، نورو ته د معرفۍ، ښودنې، د لېوالتياوو او همکاريو خپلولو او د لابيګرۍ لپاره دا تر ټولو مناسب ځای او فرصت دی.

د افغانستان مشهور لاسي صنايع ډېر دي، د لرغونتيا، شهرت او نوم له اړخه بې مثاله دي، لکه افغان غالۍ په نړۍ کې لومړی مقام لري، په زراعتي پيداوارو کې يې زعفران، جلغوزي، پيسته، غوزان، بادام، وڅکې، انار، انګور او مڼې يادولی شو. په کاني قېمتي کاڼو کې يې زمرد، لاجورد، مرمر او تالک ښه کيفيت او نوم لري. دا هغه څه دي چې تل د ډېرو چيني او بهرنيو مشتريانو د تقاضا له اړخه د لېوالتيا وړ دي.

په بېجينګ کې د افغانستان سفارت سوداګرۍ اتشې د معلوماتو له مخې، سږ کال د چين وارداتو د درېيمې دورې په نړيوال نندارتون کې پنځو افغان شرکتونو برخه درلوده او ځينو افغان سوداګرو هم پکې ګډون کړی و.

په نندارتون کې د افغان توليداتو له غرفو څخه د ليدونکو ګڼې ګوڼې، تلوسې او خبرو کې د يو عجيب حس څرک څرګند و، د افغانستان په استقامت يې افرين وايه، له ډېرو ستونزو او کړاوونو سربېره بيا هم دلته په نړيوال نندارتون کې يې نوم، ځای او درې رنګی بيرغ شته، دا د افغانستان د ښکلو ظريفو توکو ځای څومره عالي او په زړه پورې دی، په سيمه کې د بې مثاله پټو نعمتونو، شتمنيو او غني سرچينو هيواد دی؛ خو دغه هيواد او ولس له څلوېښتو کلونو راهيسې د سوکاله  ژوند  لپاره لالهانده او تږی پاتې شوی دی.

که څه هم د چين د وارداتو نړيوال نندارتون تر اوسه درې دورې تر سره شوی دی، خو هر کال د نومبر مياشتې په ۴مه نېټه تر سره کيږي، په دې دومره کمه موده کې يې د بې شمېره بهرنيو تصديو او مصرفوونکو هرکلی خپل کړی دی او د بهرنيو تصديو تر منځ د تبادلې او تر يو چتر لاندې د راټوليدنې فرصت يې رامنځ ته کړی دی. دا چې په نړۍ او اکثرو هيوادونو کې د کرونا وبا ګواښ لا په خپل ځای او حال دی او د ځاني او مالي تلفاتو زيانونه يې بې شمېره دي، له منفي تاثيراتو يې هېڅ ځای او سيمه خوندي نه ده پاتې شوې، په تېره بيا نړيوالې سوداګرۍ ته يې زيانونه رسولي، خنډونه او ستونزې يې پېښ کړي دي او د نړيوال اقتصادي بحران خطر يې زيات کړی دی.

په دغسې له خطره ډک او ناڅرګند حالت کې په لويه پيمانه د چين درېيمې دورې نړيوال وارداتي نندارتون تر سره کونه يوه لويه کارنامه ده. دا واضح ده که چين د کرونا پر وړاندې مسوولانه مبارزه نه وای کړې، د ويروس مخه يې نه وای ډب او کنټرول کړې، د ځاني او مالي زيانونو کچه يې نه وای کمه کړې، د داسې يو لوی فعاليت او د وارداتو درېيمې دورې نړيوال نندارتون تر سره کول ممکن نه وو. د دې ټولو هلو ځلو نتيجه د اقتصادي چارو بيا ځلې احيا کېدنه، د توليدي فابريکو، کمپنيو او شرکتونو عادي فعاليتونو او کارونو ته ستنېدنې له بیا ځلې احيا سره مرسته وکړه. په دې توګه يې نه يوازې خپلو؛ بلکې د نړيوالو توليداتو پر مخ د بازارونو دروازې پرانيستې ساتلې دي، د وارداتي چارو ملاتړ او هڅونه يې کړې ده. دا د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د روحيې اغېز دی، هغې هيلې او ارمان ته کار دی کوم چې د بشر ګډ برخليک ټولنې له جوړېدو سره تړاو لري، د ګډ برخليک فکر او روحيې روزل او رامنځ ته کول دي، څو ټول په ډاډ د ګډ برخليک په ټولنه کې ځانونه وګوري او هر څوک د ګډ برخليک ټولنې د غړي احساس وکړي.

څو اړخېزم او نړيوالتوب نن سبا د زمانې او وخت اړتيا ده، دا غوښتنه د ټولو تقاضاوو په راس کې ده، دا تمايل به اوتومات همداسې په خپل مسير روان اوسي. ځينې هغه چې په دې لړ کې يوازې د ځان په اړه او د خپلو ګټو په اړه لا هم د يو اړخيز فکر په کړۍ کې بند او ايسار دي، د نورو حقوق تر پښو لاندې کېدل ورته اهميت نه لري، دا د استثمار سولېدلې، زړه او له کاره لوېدلې رويه او عادت دی. هغه چې نه مخکې چلېدلې او نه هم له دې وروسته يې د پايښت او چلښت امکان شته.

تمه ده چې دا ډول ستر نړيوال نندارتونونه د شته خنډونو په لرې کولو وتوانيږي او د نړيوالو ډاډمنو اړيکو د جوړولو لپاره لا ګټور او اغېزمن اوسي. په دې توګه توليداتو او پيداوارو ته هر وخت او هر ځای اسانه د بازارموندنې ډاډمن فرصتونه د سالمو سياليو په چوکاټ کې جوړ او برابر شي. د څو اړخېزم اصل په رښتينې بڼه ټينګښت ومومي، عام شي او په پراخه کچه دود شي.

نقيب الله مل

ShareTweet
Spogmai Radio

Spogmai Radio

  • amg
  • Home 1
  • Home 2
  • JeetCity Casino: Traditional Games for Big Stakes
  • Privacy Policy
  • Privacy Policy
  • Sample Page
  • Sample Page
  • With Casino Ozwin Casino and Win Big!
  • الرئيسية
  • الصفحة الرئيسية 2
  • الصفحة الرئيسية 3
  • الصفحة الرئيسية 4
  • الصفحة الرئيسية 5
  • زموږ سره اړیکه
  • کورپاڼه
Call us: +1 234 JEG THEME

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In