په راتلونکو دوو میاشتو کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو موده پای ته رسېږي چې اوس د مرستو د دوام او تمدید لپاره د جنیوا کنفرانس روان دی. په دغه کنفرانس کې ګڼو افغان چارواکو او د بېلو ادارو مشرانو ویناوې درلودې او له افغانستان سره د مرستو د دوام غوښتنه یې کوله. ولسمشر غني وویل چې له نړیوالو خیرات نه، بلکې له دوی سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی. بلخوا ګڼو نړیوالو بنسټونو هم پر مرستندویه هېوادونو غږ کړی دی چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
پرون د افغانستان په اړه د جنیوا کنفرانس د بهرنیو چارو د وزیر حنیف اتمر په وینا پیل شو. د دغه کنفرانس په څنډه کې د تېرې ورځې غونډه د تلپاتې سولې ټینګولو په نامه وه، چې په هغه کې حنیف اتمر او د اروپايي ټولنې کمېشنر لینار چیچ مشري کوله. په دې غونډه کې حنیف اتمر وویل چې سوله د افغان حکومت لومړیتوب ده او دوی هڅه کوي چې ژر تر ژره په افغانستان کې روانه خونړۍ جګړه د خبرو له لارې حل شي، خو هغه د خپلو خبرو په دوام وویل چې طالبانو د سولې په برخه کې پر خپلو کړو ژمنو عمل نه دی کړی. د ده په وینا، سره له دې چې افغان حکومت د طالبانو زرګونه بندیان خوشي کړل، خو دې ډلې په تاوتریخوالي کې کموالی نه دی راوستی، بلکې برعکس جګړې یې ډېرې کړې دي.
اتمر دغه راز ټینګار وکړ چې د سولې هڅې باید د تاوتریخوالي د کمښت سبب شي. د ده په وینا: ((موږ د طالبانو بندیان خوشي کړل، خو دلته تاوتریخوالی کم نه شو، لا هم له بده مرغه د افغانانو هر سهار په چاودنو او خونړیو پېښو پیلېږي)).
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم دې غونډې ته وینا وکړه او له نړیوالو یې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه. هغه وویل چې له نړیوالو خیرات نه غواړي، بلکې له دوی سره پراخې اړیکې او د لا ډېرې همکارۍ غوښتونکی دی. ولسمشر غني همدا راز د سولې په تړاو د نړیوالې اجماع پر پیاوړي کولو هم خبرې وکړې. هغه وویل چې نړیوال، په تېره د سیمې هېوادونه باید د افغانستان د سولې په اړه سره یوه خوله شي او په دې موضوع کې د دوی اجماع ډېره مهمه ده.
ولسمشر د خپلو خبرو په دوام له نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام او دغه راز له ترهګرۍ سره پر کارنده مبارزې ټینګار کړی دی. ولسمشر غني زیاته کړې، چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره خپلې مرستې روانې وساتي، څو افغانستان سیاسي ثبات او سولې ته کار وکړي. د ده په خبره: ((موږ له نړیوالو خیرات نه، بلکې لا ډېره همکاري غواړو. نړیوال باید دلته له ترهګرۍ سره د مبارې او په افغانستان کې د دایمي پرمختګ لپاره له موږ سره خپلو مالي مرستو ته ادامه ورکړي)).
په دې غونډه کې د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي هم د سولې لپاره د نړیوالو مرستې مهمې بللې دي. هغه په خپلو خبرو کې ویلي چې نړیوال دې د سولې د راتګ او دغه راز تر سولې وروسته د دایمي ثبات د تامین لپاره له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام هوکړه وکړي. نوموړي د جنیوا کنفرانس ته وینا کې ویلي، په اوسني پېچلي وضعیت کې له طالبانو سره خبرې له لوړو ژورو ډکې، خو سولې ته د رسېدو تر ټولو لنډه لار مذاکرات دي او دوی به د افغانانو په استازولۍ تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. نوموړي زیاته کړې، د افغانستان راتلونکې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري، څو د دې پروسې له بریالي کېدو سره د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ هېواد ته د کډوالو د بیا راستنېدو زمینه هم برابره شي.
بلخوا ګڼو نړیوالو بنسټونو هم پر ملګرو ملتونو او مرستندویه هېوادونو غږ کړی چې له افغانستان سره د بشري ناورین د مخنیوي او دغه راز دایمي ثبات د راتګ لپاره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي. نن به هم د جنیوا کنفرانس ادامه پیدا کوي او مرستندویه هېوادونه به د خپلو مرستو په اړه ویناوې کوي. دوی مخکې له مخکې افغان حکومت ته ګڼ شرطونه ټاکلي دي، چې د مرستو د دوام لپاره باید هغه عملي کړي. په دې کنفرانس کې سلو هېوادونو او مرستندویه بنسټونو ګډون کړی دی.
































