د پاکستان د پوهنې او عامه تګلارې مرکز مشر محمود الحسن خان په دې وروستيو کې د پاکستان د اوبسروير ورځپاڼې پر وېبپاڼې «د نوې نړۍ بې نظمي: د چين امنيتي ګټې» په نوم يوه ليکنه خپره کړې ده.
نوموړي اوسنۍ نړۍ د سولې او دوامدارې بې ثباتۍ په رکود کې بللې او ويلي يې دي، چې چين د پولي پيوستون، تخنيکي پرمختګ او صنتي وړتيا پر مټ د نړۍ د ثبات مهم ځواک ګرځېدلی او په واقعي توګه یې د نړۍ امنيتي ګټې خوندي ساتلې دي.
محمود الحسن خان ليکلي، چين اوس د نړيوال اقتصاد په نوي جوړښت کې لارښوونکی رول لوبوي او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړانديز او اکمالاتي دهليز په ملاتړ يې نړۍ ته د متقابل پیوستون د باور وړ لايحه برابره کړې ده.
نوموړي زياته کړې، اوس په نړۍ کې د ژن مين بي يوانو د تاديې سيسټم د چټک پرمختګ په حال کې دی، چې د نړيوالو پولي چارو جوړښتي تنظيم ترې ښکاري.































