د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مې د ۱۲مې نېټې په شپه د پاکستان له مرستيال صدراعظم او بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار سره تليفوني خبرې کړې دي.
اسحاق ډار له وانګ يي سره په خبرو کې د ايران او امريکې د منځګړيتوب په برخه کې د پاکستان د هڅو او د اوسني وضعيت په اړه مالومات ورکړي او د چين له ملاتړه یې مننه کړې ده.
نوموړي ويلي، پاکستان به له چين سره همغږي پياوړې کړي او د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو لپاره به رغنده رول ولوبوي.
وانګ يي يو ځل بيا د چين دريځ څرګند کړی او د پاکتسان د هڅو ستاينه يې کړې ده.
هغه هيله ښودلې، چې پاکستان باور وساتي او د منځګړيتوب هڅې لا پياوړې کړي او د هرمز تنګي د پرانيستنې او د سيمه ييزې سولې د بيارغونې لپاره خدمتونه وکړي.
وانګ يي زياته کړې، چين به د منځګړيتوب په برخه کې د پاکستان ملاتړ ته دوام ورکړي او خپلې هڅې به ونه سپموي.
څو ورځې وروسته به د چين او پاکستان ترمنځ د رسمي اړيکو ۷۵مه کليزه پيل شي.
وانګ يي ويلي، دواړه هېوادونه دې د خپلمنځي اړيکو د ۷۵مې کليزې په وياړ د يادونې فعاليتونه ترسره کړي، د لوړې کچې تګ راتګ دې پياوړی او ستراتيژيکې تبادلې دې زياتې کړي، خپلمنځي دوستي دې لاټينګه، د متقابلو خواوو اصلي ګټې او ګډې ګټې دې وساتي او د هر فصل د ستراتيژيکو همکاريو اړيکې دې نوي پړاو ته پورته کړي.































