ناټو پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دی افغانستان د کرونا ویروس له اړخه له خطر سره مخ دی نو له دې امله ښکېلو لورو ته په کار ده چې د تاوتریخوالي کچه راکمه کړي او جګړې ودروي. دده په خبره ټول اړخونه باید په افغانستان کې د بشري مرستو په رسولو او کورنا ضد مبارزه کې برخه واخلي. هغه ویلي افغانستان د کرونا ویروس د خپرېدو له خطر سره مخ دی او په وینا یې که جګړې او تاوتریخوالی هم دوام وکړي نو په دغه هېواد کې به ناورین رامنځ ته شي. د ناټو عمومي منشي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس له پراختیا سره هممهاله په ځینو ولایتونو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ سختې نښتې کېږي چې یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا هم کوي.
































