د چين د انجينري ماشينونو صنعت د روان کال په لومړۍ ربعه کې د نړيوال کېدو پر لوري چټک ګامونه اخيستي او هم يې په نړيوال بازار کې د کاروبار ونډه لوړه او د توليداتو صادرات يې زيات شوي دي.
د چين د انجينري ماشينونو صنعتي ټولنې تازه شمېرې ښيي، چې د روان کال په لومړۍ ربعه کې د دغه هېواد د انجينري ماشينونو صادرات ۱۶ ميليارډه او ۶۶ ميليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۳/۲۴ زياتوالی ښيي.
































