د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لومړي ځل لپاره د واک له لېږد سره توافق کړی دی. ډونالډ ټرمپ وایي امریکايي حکومت ته یې امر کړی چې له جو بایډن سره د واک د لېږد لپاره د تیاریو په برخه کې همکاري وکړي.ټرمپ وایي چې د امریکا د ګټو لپاره یې په دې اقدام لاس پورې کړی دی. تر دې وړاندې ټرمپ له بایډن سره د واک په لېږد کې همکاري نه کوله او همدا راز یې د هغه بودیجې د ورکړې امر هم نه ورکاوه چې د واک د لېږد لپاره یې باید منتخب ولسمشر تر لاسه کړي. اوس به رسما د واک د لېږد پروسه پیلېږي او تر څنګ یې رسنۍ دا هم وایي چې جو بایډن به د خپلې کابینې د بشپړولو لپاره هڅې کوي.
































