پاکستان د افغان حکومت له لوري د پاکستاني بندیانو د خوشي کولو هرکلی کړی دی. د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان ځانګړي استازي صادق خان په تازه ټوېټ پیغام کې ویلي چې د ولسمشر غني د ښه نیت له پرېکړې مننه کوي. دده په خبره دی د ولسمشر غني د هغه پرېکړې هرکلی کوي چې له مخې به یې په افغانستان کې بندي پاکستاني بندیان خوشي کېږي. ولسمشر غني تېره ورځ د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د راتګ په مناسبت او د ښه نیت په موخه په افغان زندانونو کې د پاکستاني اتباعو د خوشي کولو امر کړی دی. بلخوا ځينې سیاسي فعالین بیا د ولسمشر غني پر دې پرېکړه نیوکه کوي. د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل هم ویلي چې په دې ډله کې ښايي دداعش او طالبانو ځينې پاکستاني غړي هم خوشي شي چې د افغانستان د ملي ګټو په زیان کار دی.
































