د غزني امنیتي مسوولین وایي، چې د قرهباغ او اندړو ولسوالیو په دوو جلا ترافیکي پېښو کې لس کسان ټپیان شوي دي. د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل ـ کندهار پر لویه لار د دوو مسافرو وړونکو موټرو او یوه تراکتور د ټکر له امله شپږ تنه ټپیان شوي دي. همداراز، د غزني ـ پکتیکا پر لار د یوه موټر د چپه کېدو پېښه کې څلور کسان ټپیان شوي دي. د دواړو پېښو لامل د موټر چلوونکو بېاحتیاطي او د ترافیکي اصولو نه مراعتول ښودل شوي دي.

































