په ننګرهار ولایت کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي دوو محصلینو د یو کال پرلهپسې هڅو وروسته د پیغامرسونې یو نوی اپلېکېشن جوړ کړی، چې د دوی په وینا د واټساپ مناسب بدیل کېدای شي. د وسیعالله او اکرامالله په نوم دغه محصلین، د خراسان پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د وروستي سمسټر زدهکړیالان دي. دوی وایي، په جوړ شوي اپلېکېشن کې داسې ځانګړنې او اسانتیاوې ځای پر ځای شوې چې د واټساپ له ځینو خدماتو هم پرمختللې او ګټورې دي. د یادو محصلینو په خبره، د دغه اپلېکېشن د جوړولو موخه د کورنیو ټکنالوژیکو نوښتونو پیاوړتیا او د مخابراتي اړیکو لپاره د یو خوندي او عصري سیستم رامنځته کول دي.

































