د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د مې په ۱۵مې نېټې په يوې رسنيزې غونډې کې د يوه خبريال پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، چې هېواد یې د شخړو او ستونزو د حل په برخه کې تل پر ډيالوګ او مذاکراتو ټينګار لري او همدا يوازېنۍ سمه لاره بولي.
نوموړي ويلي، د ايران د مسئلې پر سر د ډيالوګ دروازه، چې اوس پرانېستل شوې، باید بيا ونه تړل شي.
ګوه جيا کون ويلي، چين د ايران له جګړې راهیسې په سیمه کې د سولې او ارامۍ راوستلو لپاره ډېرې هڅې کړي او په خبره یې، د چين دولت رئیس شي جين پينګ د منځني ختيځ د سولې او ثبات لپاره څلور فقره يیز وړانديز کړی او بېجينګ له اسلام اباد سره په ګډه د خلیج او منځني ختيځ د سولې او ثبات د عادي کېدو لپاره پنځه فقره يیز وړانديز کړی دی.
نوموړي زياته کړې، چين به د رئیس شي جین پينګ د څلور فقره يیز وړانديز په رڼا کې له نړيوالې ټولنې سره ګډ کار وکړي او د سولې خبرو لپاره به ډېره مرسته وکړي او منځني ختیځ د دايمي سولې لپاره به رغنده رول ولوبوي.
































