په داسې حال کې چې ډونالډ ټرمپ په رسمي توګه جو بایډن ته د واک د لېږد اجازه ورکړې ده خو یو ځل بیا یې ویلي، چې هیڅکله به په تېرو ټاکنو کې پر خپلې ماتې اعتراف ونه کړي. نوموړي زیاته کړې، په ماتې اعتراف نه کوي او دا به ثابتوي چې تېرې ولسمشرۍ ټاکنې د امریکا په سیاسي تاریخ کې تر ټولو فاسدې ټاکنې وې. ټرمپ ویلي، د خپلې ادعا د اثبات لپاره به هڅو ته دوام ورکړي. ټرمپ په تېرو ټاکنو کې له بایډن څخه په ستر توپیر ماتې وخوړه خو پر خپل سیال ټیم یې د پراخو درغلیو تور پورې کړی دی.
































