په چین کې د افغانستان سفیر جاوېد قایم وایي، تر راتلونکو دوو کلونو پورې به په چین کې د پښتو او دري ژبې او دغه راز د افغاني کلتور یو مرکز جوړ شي.
نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې پرون یې د بیجنګ د بهرنیو مطالعاتو د پوهنتون له مرستیال؛ جیا وینجیان او د آسیایي مطالعاتو د پوهنځي له ریسې میرمن سو ینګیین سره په چین کې د پښتو او دري ژبو او کلتور د مرکز پر پرانیستلو بحث او خبرې اترې وکړې.
ښاغلی جاوېد قایم وایي، د بیجنګ د بهرنیو مطالعاتو پوهنتون به سږ کال یو استاد د پښتو ژبې د لا ډېرې زده کړې لپاره کابل پوهنتون ته واستوي او تر راتلونکو دوو کلونو پورې به په چین کې د پښتو او دري ژبې او کلتور مرکز فعال کړي.
د یادولو وړه ده چې اوس هم د چین په یوه پوهنتونون کې د بهرنیو ژبو په پوهنځي کې د پښتو ژبې ځانګړی دیپارتمت شته او هر کال ترې یو شمېر محصلین د لېسانس په کچه فارغېږي او په اړونده برخه کې فعالیتونه کوي.
































