د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیر جوزپ بورل ویلي، افغانستان کې د تمې خلاف تاوتریخوالی خپل اوج ته رسېدلی دی او له جګړو ستړي افغانان نور دا وضعیت نه شي زغملی. هغه زیاته کړې، افغانان له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسي پرلپسې جګړو ځپلي دي او نور له جګړو ستړي او په سوله کې د ژوند کولو حق لري. نوموړي د ژنیو کنفرانس ته په خبرو کې ویلي، تاوتریخوالی سبا نه نن باید پای ته ورسېږي. هغه دغه راز د سولې پروسه کې د ښځو د حقونو پر ساتنې هم ټینګار کړی دی. په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز هم د سولې خبرو پر دوام ټینګار کړی دی او هیله یې ښودلې چې دا خبرې د یوې تلپاتې سولې باعث شي. نوموړې ویلي، افغانستان باید پرمختګ وکړي نه شاتګ.
































