روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هېواد کې د کرونا وبا ۲۸۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۴ زره او ۹۸۸ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته اته تنه مړه شوي او ۵۲ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۱ زر او ۶۹۵ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۵ زره او ۹۶۷ ته لوړ شوی دی. د یادونې ده چې د کرونا وبا د دویمې څپې تر خبرداري وروسته په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی.
































