په بامیان کې ځايي چارواکي وايي، د دوو ځای پر ځای شوو ماینونو د چاودنې له امله ۱۴ کسان وژل شوي دي. د بامیان ولایت د عامې روغتیا رییس سید علي اقا ناصري ویلي، په پېښه کې لږ تر لږه ۵۰ کسان ټپیان شوي هم دي. د ناصري په وینا د پېښې ټپیان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او په خبره یې د څلورو ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی. نوموړی زیاتوي، د پېښې ټول ټپیان ملکي کسان دي او درې ماشومان هم پکې شامل دي. د بامیان والي انور رحمتي هم ویلي، چاودنې هممهاله شوې او پایله کې یې ۱۴ کسان وژل شوي او ۴۵ ټپیان دي. د کورنیو چارو وزارت وايي، چاودنې له ځايي وخت سره سم مازیګر، نژدې څلور نیمې بجې شوې دي. تر اوسه کومې ډلې د چاودنو مسوولیت نه دی منلی او وسله وال طالبان وايي، دوی په دې پېښه کې لاس نه لري.
































