د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن په تازه څرګندونو کې ویلي چې له خپلو متحدو هېوادونو سره به اړیکې پراخې کړي ځکه امریکا په یوازې ځان نه شي پیاوړې کېدای او د ملګرو هېوادونو ښو اړیکو او همکاریو ته اړتیا لري. بایډن ویلي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، د اقلیمي بدلون په برخه کې له نړیوالو سره همکاري او له هېوادونو سره ښې اړیکې لرل یې د کارونو لومړیتوبونه دي. بایډن ټینګار کړی چې امریکا د پیاوړي کېدو او خطرونو د ختمولو لپاره د خپلو ملګرو هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري. بایډن داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ټرمپ تر هر څه امریکا ته لومړیتوب ورکاوه او ان د امریکا له نږدې ملګرو هېوادونو سره یې هم اړیکې ترینګلې شوې وې.
































