له افغانستان د امریکایي عسکرو غیر مسوولانه ایستل به په دغه هېواد کې د کورنۍ جګړې سبب شي. واشنګټن پوسټ نشریې په خپل یوه تازه تحلیل کې ویلي چې د امریکا کانګریس یوه ډله د افغانستان په اړه د یوه راپور پر چمتو کولو کار کوي او ټول دې پایلې ته رسېدلي چې له افغانستان په بېړه د سرتېرو ایستل به دلته د کورنۍ جګړې سبب شي. د سرچینې په خبره د طالبانو ستره موخه له افغانستان د امریکایي عسکرو وتل دي چې تر دې کار وروسته به خپلو جګړو ته ادامه ورکوي. په مطلب کې راځي امریکا باید د خپلو سرتېرو کمول د سولې په بهیر کې له پرمختګ سره وتړي، د سولې په خبرو کې باید د تېرو کلونو لاس ته راوړنې وساتل شي، افغانان باید پر خپله خاوره بشپړ کنټرول ولري څو ترهګر له دغه خاورې استفاده و نه کړي او د رښتینې سولې لپاره باید د سرتېرو په ایستلو کې بېړه و نه شي.
































