اروپايي ټولنه وایي په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د منلو نه ده. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالد کوبیا ویلي چې ددوی مرستې د سولې په برخه کې له پرمختګونو سره مشروطې دي او په خبره یې اوسنی وضعیت او تاوتریخوالی هېچا ته د منلو نه دی. کوبیا ویلي طالبانو د سولې له خبرو سره هممهاله تاوتریخوالی ډېر کړی دی چې دا هېچا ته د منلو نه دی. نوموړي یو ځل بیا پر ښکېلو لورو غږ کړی چې ژر تر ژره د سولې په مذاکراتو کې پر اوربند او د جګړو پر درولو هوکړې ته سره ورسېږي. کوبیا دا هم وایي چې دوی ته د سولې پروسه نه، بلکې پایله مهمه ده او د همدې پایلې پر بنسټ به دوی پرېکړه کوي. هغه له افغانستان په بېړه د سرتېرو ایستل هم یو خطرناک ګام بللی دی او له امریکایي حکومت یې د مسوولانه چلند غوښتنه کړې ده.
































