د امریکا ددفاع سرپرست وزیر منځني ختیځ ته تللی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې هغه به په منځني ختیځ کې د ځینو هېوادونو له مشرانو سره ګوري او تر څنګ یې له خپلو نظامي اډو لیدنه هم کوي. هغه داسې مهال منځني ختیځ ته سفر کوي چې له عراق او افغانستان یې د سرتېرو د ایستلو اعلان کړی دی. تر څنګ یې منځني ختیځ ته خپلې سترې جنګې الوتکې بي ۵۲ هم لېږلې دي. نوموړي یو ځل بیا د سرتېرو پر ایستلو ټینګار کړی دی او په خبره یې دوی باید صحي او سالم خپلو کورونو ته ستانه شي. کریسټوفر میلر د ټرمپ له لوري د امریکا د سرپرست وزیر په توګه ټاکل شوی دی، له افغانستان د سرتېرو د ایستلو پلوی دی او غواړي د ټرمپ دا ارمان پوره کړي چې له افغانستان او عراق خپل سرتېري د راتلونکي کال تر جنورۍ بېرته خپلو کورونو ته ستانه کړي.
































