د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي هیله لري چې جو بایډن هم د افغانستان په اړه د ټرمپ تګلارې ته ادامه ورکړي. عمران خان په تازه څرګندونو کې ویلي پاکستان د افغانستان د سولې په مسئله کې ډېره همکاري کړې ده او تمه لري چې په دې برخه کې لا ډېر پرمختګ راشي. دده په خبره د ټرمپ یو تر ټولو غوره کار دا و چې په افغانستان کې یې د سولې پروسه پيل کړه او باید دې لړۍ ته ادامه ورکړل شي. نوموړي ویلي افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده نو له همدې امله راتلونکی ولسمشر جو بایډن هم باید تر جګړې پر سوله ټینګار وکړي. هغه ویلي دوی د سولې په برخه کې همکاري وکړه چې په همدې همکارۍ سره بین الافغاني خبرې پیل شوې دي، خو په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه هم د جدي اندېښنې وړ ده. عمران خان یو ځل بیا له افغانستان سره د اړیکو پر پراختیا او پياوړتیا ټینګار کړی دی.
































