د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۵مې نېټې د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د لاوس د خلکو د انقلابي ګوند د مرکزي کمېټې له عمومي منشي او دولت رئيس تونګلون سره ليدنه کړې او د دواړو هېوادونو پر اړيکو يې ورسره خبرې کړې دي.
شي جين پينګ يو ځل بيا د لاوس د خلکو انقلابي ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي او دولت رئيس په توګه د تونګلون د دوهمې دورې د پيل په پار نوموړي ته مبارکي وړاندې کړې او هيله يې ښودلې، چې له لاوس سره عنعنوي دوستي دوامداره وساتي او ورته وده ورکړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ ګټې – ګټې همکارۍ او همغږي ژورې کړي او د چين او لاوس ترمنځ د نوې زمانې او هر فصل د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي.
شي جين پينګ د دوه اړخيزو اړيکو او د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په اړه ۴ فقره ييز وړانديز کړی، چې دواړه هېوادونه بايد د سوسياليزم پر لوري ټينګار وکړي، د ګټې – ګټې همکارۍ بنسټ دې لا ټينګ کړي، د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستۍ ته وده ورکړي او په بهرنيو تګلارو کې دې همغږي پياوړې کړي.
دا د لاوس د خلکو انقلابي ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي او دولت رئيس په توګه د تونګلون د دوهمې دورې ماموريت د پيل وروسته د نوموړي لومړی رسمي سفر دی. تونګلون ويلي، چې روان کال د لاوس او چين ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له ۶۵مې کليزې او د دواړو هېوادونو د دوستۍ کال سره برابر دی او دغه سفر ته يې ځانګړی او مهم ارزښت ورکړی دی. نوموړي د چين د کمونېست ګوند او د چين د حکومت او خلکو له مرستو څخه مننه کړې ده.
دواړو مشرانو له ليدنې وروسته د دواړو ګوندونو، د خلکو د ژوند، پولي چارو، ګمرکي چارو، اقتصاد، سوداګرۍ، د ځوانانو د تګ راتګ او رسنيو په برخو کې د همکاريزو سندونو د لاسليک په مراسمو کې ګډون کړی دی.
شي جين پينګ او مېرمن يې پنګ لي يوان له ليدنې مخکې د تونګلون او د ده د مېرمنې لونګلون سيسوليټ د هرکلي مراسم تر سره کړل او د همدې ورځې په ماښام کې يې د هرکلي مېلمستيا هم وکړه.
































