جاپان یو ځل بیا ویلي چې د افغان سولې له روان بهیر بشپړ ملاتړ کوي. په پاکستان کې د جاپان سفیر ماتسودا په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دوی تمه لري چې روان مذاکرات په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات سبب شي. هغه ویلي د افغانستان د سولې مسئله د جاپان له بشپړ ملاتړ برخمنه ده او د اړتیا پر مهال له دې بهیر سره مرستو ته هم تیار دي. جاپان دغه راز د سولې په برخه کې د پاکستان رول هم مهم بللی دی او ددغه هېواد پر لا ډېرو همکاریو یې ټینګار کړی دی. نړیوال داسې مهال له افغان سولې ملاتړ کوي، چې په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مذاکراتو کې محسوس پرمختګ نه دی رامنځ ته شوی، خو بلخوا په هېواد کې د ننه جګړې شدیدې شوې دي او هره ورځ د ملکي افغانانو ژوند اخلي. بلخوا د نړیوالې ټولنې ډېره برخه مرستې هم د افغانستان د سولې په مسئله کې له پرمختګونو سره تړل شوې دي.
































